کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه: شاوخوا ۵.۷ میلیونه افغانان په زوره بې ځایه شوي دي

24 سرطان 1402 ساعت 14:01

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی، چې په ۲۰۲۲ کال کې په نړۍ کې د ۱۰۸،۴ میلیونو په زور بې ځایه شویو کسانو کې ۵،۷ میلیونه افغانان دي.


آوا - کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، دغه کسان د جګړو او تاوتریخوالي، له بشري حقونو څخه د سرغړونو او ځورونو له امله په زوره بې ځایه شوي دي.
 
د دغه سازمان د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کډوالو شمېر په ۲۰۲۱ کال کې له ۲۷،۱ میلیونو څخه د ۲۰۲۲ کال تر پایه ۳۵،۵ میلیونو ته لوړ شوی چې د کډوالو تر ټولو لوی زیاتوالی ښيي.
 
د ملګرو ملتونو په وینا، په سلو کې ۵۲ فیصده کډوال او هغه خلک چې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري د دریو هیوادونو څخه راځي چې په ترتیب سره سوریه، اوکراین او افغانستان دي.
 
باید وویل شي، چې ډېری افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته کډوال شوي دي.
 


د مطلب کود: 273257

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273257/ملګري-ملتونه-شاوخوا-۵-۷-میلیونه-افغانان-په-زوره-بې-ځایه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com