آوا: د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د پنجشنبې په ورځ (سرطان ۲۲) په خپل اونیزه خبري غونډه کې د اسلامي امارت له چارواکو وغوښتل چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د نه کارولو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.
زهرا بلوچ وويل دا د اسلامي امارت مسووليت دى چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرخلاف ونه کارول شي .
هغه څرګنده کړه: "د اسلامي امارت چارواکو په مختلفو وختونو کې دا مسوولیت منلی دی."
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت چارواکو په وار وار ویلي چې د افغانستان خاوره به د کوم هیواد پر ضد ونه کارول شي.