کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ښار جوړولو وزارت: کورني او بهرني پانګوال کولای شي په ساختماني پروژو کې پانګونه وکړي

24 سرطان 1402 ساعت 13:27

د ښار او کور جوړونې وزارت چارواکي وايي، ټول کورني او بهرني پانګوال کولای شي د هېواد په ساختماني پروژو کې پانګونه وکړي.


آوا: د دغه وزارت د چارواکو په وینا، د هېواد یو شمېر پانګوالو د دغه وزارت له مشرتابه سره په لیدنه کې ویلي، چې د دغه وزارت په اړوندو پروژو کې به د پانګونې بهیر پیل کړي.
 
د ښار او کور جوړونې وزارت ویاند کمال افغان له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې د دغه وزارت په ودانیزو پروژو کې پانګونه وکړي.
 
بل خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین د دغه وزارت د دغه اقدام هرکلی کوي او وايي چې په ساختماني برخه کې زیاته پانګونه کولای شي په هېواد کې د بېکارۍ د کمولو ترڅنګ د کور جوړولو ستونزه هم هواره کړي.
 
د ساختماني موادو د تولید د فابریکو د ټولنې مسوولین وايي، که په ساختماني برخه کې پانګونه پراخه شي، تولیدي ساختماني توکو ته به هم ښه بازار ومومي او د هېواد په اقتصادي خوځښت کې به مثبت بدلون راشي.
 


د مطلب کود: 273251

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273251/د-ښار-جوړولو-وزارت-کورني-او-بهرني-پانګوال-کولای-شي-په-ساختماني-پروژو-کې-پانګونه-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com