د کندهار ولايت د سپين بولدک په پوله کې سيمه ييز چارواکي وايي، چې هره ورځ له دغه پولې څخه لسګونه افغان کورنۍ هېواد ته راستنېږي.
له پاکستان څخه هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ ډېره شوې ده
24 سرطان 1402 ساعت 13:18
د کندهار ولايت د سپين بولدک په پوله کې سيمه ييز چارواکي وايي، چې هره ورځ له دغه پولې څخه لسګونه افغان کورنۍ هېواد ته راستنېږي.
آوا: چارواکي وايي، د هغو کډوالو لپاره چې یوازې هېواد ته راستانه شوي، د موقتې استوګنې ځایونه، لومړني توکي او نورې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
د دوی په وینا له پاکستان څخه د سپین بولدک پولې له لارې د کډوالو راتګ زیات شوی دی.
د کندهار په سپين بولدک کې د افغان راستنېدونکو د مرکز مسلکي غړى نقيب الله وايي: "هره ورځ له ٣٠ تر ٥٠ کډوالې کورنۍ له پاکستانه خپل هېواد ته ستنېږي. په یوه میاشت کې شاوخوا ۱۵۰۰ کورنۍ او په شپږو میاشتو کې شاوخوا ۹ زره کورنۍ خپل هېواد ته ستنېږي.
له پاکستانه راستانه شوي کډوال ټینګار کوي چې دوی د بېکارۍ او د پولیسو د ځورونې له امله هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، هېواد ته د راستنو شویو کډوالو د مرستې لپاره یې له نړیوالو بنسټونو سره هم خبرې کړي او هڅې روانې دي چې دغو کډوالو ته اسانتیاوې برابرې شي.
د مطلب کود: 273250