کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حج او اوقافو وزارت: تر اوسه له سعودي عربستان څخه په ۱۳ الوتنو کې ۴۵۰۰ حاجیان کابل ته راستانه شوي دي

24 سرطان 1402 ساعت 9:06

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پرون جمعه (سرطان ۲۳) اعلان وکړ، چې د راستنېدونکو الوتنو له پیل راهیسې ۴۵۰۰ حاجیان مرکزي زون ته رسېدلي دي.


آوا: د حج او اوقافو وزارت په یوه ټویټ کې ویلي، له مرکزي زون څخه د حاجیانو د ۱۲ او دیارلسمې الوتنې له پیلیدو وروسته چې تیره شپه ترسره شوه، ټولټال ۴۴۹۸ حاجیان هیواد ته ستانه شوي دي.
 
دغه وزارت خبر ورکړی، چې حاجیانو د سږ کال د حج په بهیر کې د برابرو شویو اسانتیاوو په اړه د حج او اوقافو له وزارت او د اسلامي امارت له مسوولینو د خدماتو ستاینه کړي او د دغه نظام د لا پیاوړتیا لپاره یې دعا کړې ده.
 
د سږ کال د حج په مراسمو کې له افغانستان څخه شاوخوا ۳۰ زره حاجیانو برخه اخیستې وه.
 


د مطلب کود: 273230

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273230/د-حج-او-اوقافو-وزارت-تر-اوسه-له-سعودي-عربستان-څخه-په-۱۳-الوتنو-کې-۴۵۰۰-حاجیان-کابل-ته-راستانه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com