کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د کانګو تبه ۴۷ کسان وژلي دي

22 سرطان 1402 ساعت 13:47

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی، چې د روان کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې د کانګو تبې ۴۹۴ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له دې ډلې ۴۷ کسان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.


آوا - کابل: نن پنجشنبه د سرطان ۲۲ مه، د روغتیا نړیوال سازمان د یوه راپور په خپرولو سره ویلی چې په تېرو دوو میاشتو کې په هېواد کې د کانګو تبې ۵۴ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دی.
 
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، په دې موده کې ۹ تنه مړه شوي دي.
 
د دغه راپور د معلوماتو له مخې، د ۲۰۳۲ کال له پیل څخه تر اوسه د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د کانګو ناروغۍ ۴۹۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
 
د روغتیا د نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې سږ کال په کابل کې ۱۶ تنه، په بلخ کې ۱۹ تنه، په تخار کې شپږ تنه، په پروان کې پنځه تنه، په جوزجان کې درې تنه، په کندهار کې دوه تنه او یو تن په بدخشان کې مړه شوي دي.
 
نړیوال سازمان له کانګو تبې سره د مبارزې اعلان کړی او ویلي یې دي چې له یوه کال راهیسې د دغه ویروس د تشخیص، درملنې او مشورې په برخه کې د اسلامي امارت د عامې روغتیا له وزارت سره همکاري کوي.
 
په هیواد کې د کانګو تبې ډیری قربانیان د پنځو کلونو څخه پورته خلک دي، چې ۲۸.۵ سلنه یې ښځې دي.
 


د مطلب کود: 273189

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273189/د-روان-کال-له-پیل-راهیسې-په-افغانستان-کې-کانګو-تبه-۴۷-کسان-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com