کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تیرو پنځو میاشتو کې د ۲۷۰ زره خوارځواکۍ ماشومانو درملنه شوی ده

22 سرطان 1402 ساعت 9:34

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د دغه سازمان په مالي مرسته د روان کال په وروستیو پنځو میاشتو کې د ۲۷۰ زره خوارځواکي ماشومانو د درملنې اعلان کړی دی.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) نن (پنجشنبه، سرطان ۲۲) په یوه ټوېټ کې ویلي، چې دغه سازمان یوازې د می په میاشت کې د څه باندې ۶۰ زره خوارځواکي ماشومانو له درملنې سره مرسته کړې ده.
 
د یونیسف استازي فران اکیزا مخکې ویلي وو، تمه ده چې سږ کال به په افغانستان کې شاوخوا ۲،۳ میلیونه هلکان او نجونې له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي. د دوی په منځ کې، ۸۷۵ زره به درملنې ته اړتیا ولري.
 
د يادونې وړ ده، چې د مرستندويه ادارو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته په هېواد کې د کورنيو تر منځ د بېوزلۍ د خپرېدو له امله په ماشومانو کې د خوارځواکۍ پېښې هم زياتې شوې دي.
 


د مطلب کود: 273172

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273172/په-تیرو-پنځو-میاشتو-کې-د-۲۷۰-زره-خوارځواکۍ-ماشومانو-درملنه-شوی-ده

آوا
  https://www.avapress.com