کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تورخم په پوله به د ساري ناروغیو د درملنې مرکز جوړ شي

21 سرطان 1402 ساعت 15:31

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د نړیوال روغتیايي سازمان له لوري د ۶۶ زره ډالرو په لګښت د تورخم په پوله د ساري ناروغیو د درملنې یو مرکز جوړېږي.


آوا - کابل: د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر نن چهارشنبه د سرطان ۲۱ مه په یوه راپور کې ویلی، چې دغه طبی مرکز د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست په هلو ځلو د روغتیا نړیوال سازمان په لګښت جوړ شوی دی.
 
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمدرحيم قلندري وايي، دغه مرکز به له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره جوړ شي.
 
هغه زیاته کړه چې راستنیدونکي کډوال په هیواد کې د ناروغیو د لیږد د مخنیوي لپاره د بیلابیلو ساري ناروغیو معاینه کیږي.
 
هغه زياته کړه، په دغه مرکز کې د شکمنو مسافرو، ناروغانو درملنه کېږي او جدي ناروغان يې تر درملنې وروسته بېرته هېواد ته لېږل کېږي.
 
د درملنې دغه مرکز په داسې حال کې جوړېږي چې تر دې مخکې له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي کسان بې له تشخیصه هېواد ته داخلېدل.
 


د مطلب کود: 273150

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273150/د-تورخم-په-پوله-ساري-ناروغیو-درملنې-مرکز-جوړ-شي

آوا
  https://www.avapress.com