کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د جنګي مهماتو د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي

21 سرطان 1402 ساعت 13:25

د ننګرهار په اسپین غر ولسوالۍ کې د جنګي مهماتو د چاودنې له امله د یوې کورنۍ دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ماشوم ټپي شوی دی.


آوا - کابل: د سیمې یو اوسیدونکی وایی، چې چاودنه نن سهار شاوخوا ۸ بجې د سپین غر ولسوالۍ په "شادل بازار" سیمه کې شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، د "عبدالپاچا" په نوم د يوه سړي درې ځوان زامن د لوبې پر مهال له جګړې څخه پاتې شوې مرمۍ ولګېده، چې له امله يې دوه ماشومان چې عمرونه يې له لسو کلونو کم وو، ووژل شول او يو ماشوم ټپي شو.
 
په ننګرهار ولايت او د هېواد په نورو سيمو کې وخت ناوخت له جګړې څخه د پاتې مهماتو د چاودنې له امله ورته مرګونې پېښې رامنځته کېږي.
 
د وروستیو راپورونو له مخې د افغانستان نږدې ۶۰۶ کیلومتره مربع خاوره په ماینونو او چاودیدونکو توکو ککړه ده.
 
د سره صليب د کميټې د شمېرو له مخې تېر کال په افغانستان کې د ماينونو او ناچاودېدونکو مهماتو د چاودنو له امله ٩٩٥ تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي.
 


د مطلب کود: 273132

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273132/په-ننګرهار-کې-د-جنګي-مهماتو-چاودنې-له-امله-دوه-ماشومان-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com