کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له پاکستان څخه تر ۵۰۰ ډېر کډوال هېواد ته راستانه شول

21 سرطان 1402 ساعت 9:11

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په تیرو دریو ورځو کې له پاکستان څخه هیواد ته د څه باندې پنځه سوه افغان کډوال د راستنیدو خبر ورکړی دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په ټویټر کې اعلان کړی چې له تېرې شنبې څخه تر سه شنبې پورې ۵۵۷ افغان کډوال د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
 
دغه وزارت وايي، دغه افغان کډوال چې ټولټال ۹۴ کورنۍ دي د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته ورپېژندل شوي او هر راستانه شوي کډوال ته به د خوراکي توکو یوه بسته ورکړل شي.
 
دا نه دي ویل شوي چې دغه افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي او که له پاکستانه وتلو ته اړ شوي؟.
 


د مطلب کود: 273108

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273108/له-پاکستان-څخه-تر-۵۰۰-ډېر-کډوال-هېواد-ته-راستانه-شول

آوا
  https://www.avapress.com