کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به په وروستۍ یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې له بنګله دېش سره مخامخ شي

20 سرطان 1402 ساعت 8:44

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن (سه شنبه، سرطان ۲۰) د بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې سره په وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې مخامخ شي.


آوا: ټاکل شوې دغه لوبه د بنګله دیش د چتوګرام په لوبغالي کې د کابل پر وخت د غرمې په ۱۲:۳۰ بجو پیل شي.
 
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې، چې لومړۍ لوبه یې ګټلې وه، د شنبې په ورځ په دویمه لوبه کې هم سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دوو بریاوو سره یې د دې سیالیو اتلولي خپله کړه.
 
د شنبې ورځې په لوبه کې افغان لوبډلې کوربه لوبډلې ته د ۱۴۲ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه.
 
د کرېکټ د نړیوال جام په سیالیو کې چې د اکتوبر په پنځمه په هند کې پیلېږي، د افغانستان لومړۍ لوبه د اکتوبر په اوومه نېټه د بنګله دېش پر وړاندې پلان شوې ده.
 


د مطلب کود: 273035

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273035/د-افغانستان-کرکټ-ملي-لوبډله-په-وروستۍ-یوه-ورځنۍ-نړیواله-لوبه-کې-له-بنګله-دېش-سره-مخامخ-شي

آوا
  https://www.avapress.com