کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فراه ولایت له محبس څخه ۲۱ تنه بندیان خوشي شول

19 سرطان 1402 ساعت 14:19

د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، له ایران څخه راستانه شوي ۲۱ تنه بندیان د اسلامي امارت د مشر د حکم پر اساس د فراه ولایت له عمومي محبس څخه خوشي شوي دي.


آوا: د فراه ولایت د محبس عمومي مدیر ملا سیداحمد مجمر وايي، نن دوشنبه د سرطان ۱۹مه ۲۱ تنه هغه بندیان چې له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي وو، د فراه ولایت د محبس خوشې شو.
 
ښاغلي مجمر زیاته کړه، چې د فراه په عمومي محبس کې د ایران څخه د استول شویو بندیانو شمېر ۱۸۹ تنو ته رسېږي، چې تېره اوونۍ د ۲۱ تنه یی خوشې شوه.
 
هغه همداراز زیاته کړه: خوشي شوي کسان د مختلفو جرمونو په تور د ایران له خوا نیول شوي وو او د اسلامي امارت او د ایران د حکومت تر منځ د تفاهم له مخې د دغه ولایت عمومي محبس ته انتقال شول.
 
ویل کیږي چې د روان کال په ترڅ کې سلګونه افغان بندیان چې د ایران په محبسونو کې وو، د ایران له محبسونو څخه افغان محبسونو ته انتقال شوي دي.
 


د مطلب کود: 272997

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272997/د-فراه-ولایت-له-محبس-څخه-۲۱-تنه-بندیان-خوشي-شول

آوا
  https://www.avapress.com