کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړیوال پروګرام په واخان کې له ۲۵۰۰ زیاتو کورنیو سره د مرستې اعلان وکړ

19 سرطان 1402 ساعت 12:42

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې په تېرو نهو میاشتو کې یې د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې له ۲۵۰۰ زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته کړې ده.


آوا - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام نن دوشنبه (سرطان ۱۹) په یوه ټوېټ کې ویلی چې له دغو کورنیو سره یې د خوراکی توکو مرسته کړې او د باغونو د کرلو په برخه کې یې هم مرسته کړې ده.
 
دغه بنسټ وايي، واخان د بدخشان یو له ډېرو محرومو ولسوالیو څخه ده او دلته یې ژوند "سخت" دی.
 
د خوړو نړيوال پروګرام زياته کړه چې دغو مرستو د دغو کورنيو د خوراکي توکو او د خوراکي توکو له کمښت او خوارځواکۍ سره د مبارزې بهير پياوړى کړى دى.
 
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې ۲۸.۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
 


د مطلب کود: 272985

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272985/د-خوړو-نړیوال-پروګرام-په-واخان-کې-له-۲۵۰۰-زیاتو-کورنیو-سره-مرستې-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com