کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار د تېلو په مارکېټ کې اور لګېدنې اته میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی

18 سرطان 1402 ساعت 14:19

د کندهار سيمه ييز چارواکي وايي، د دغه ښار د تېلو په عمومي مارکېټ کې د اور لګېدنې له امله اته ميليونه افغانۍ مالي زيان اوښتى دى. دوی زیاتوي، چې دا اور لګېدنه څو ساعته مخکې ووږل شو.


آوا - کندهار: د چارواکو په وینا، پرون ماښام (شنبه، سرطان ۱۷) د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کې د تېلو په مارکیټ کې د زېرمه کولو جنراتور د ګرمېدو له امله رامنځته شوي چې د کندهار ښار د پنځمې ناحیې اړوند بازار کې یې هټیوالو ته اته میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.
 
ويل کيږي چې دغه اور د کندهار ښاروالۍ ، د اور وژنې رياست او د ٢٠٥ اتل قول اردو د مسوولينو په ګړندي همغږي وږل شوي دي .
 
ويل کيږي چې په دې اور لګېدنه کې ٨ ميليونه افغانۍ زيان اوښتى او يو شمېر کسان لږ سوځېدلي چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ نه دى.
 


د مطلب کود: 272951

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272951/د-کندهار-تېلو-په-مارکېټ-کې-اور-لګېدنې-اته-میلیونه-افغانۍ-زیان-اړولی-دی

آوا
  https://www.avapress.com