کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان ته د ۳۵ ټنه کرومایټ د قاچاق مخه ونیول شوه

18 سرطان 1402 ساعت 10:40

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د استخباراتو مدیریت پاکستان ته د ۳۵ ټنه کرومایټ د قاچاق مخه نیولې ده.


آوا - کابل: د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې دغه اندازه کرومایټ ډبره په ځانګړي مهارت سره په لارۍ کې ځای پر ځای شوې وه.
 
په خبرپاڼه کې راغلي: د ننګرهار ولایت په تورخم کې د استخباراتو منسوبینو په یوه لارۍ کې ۳۵ ټنه کرومایټ چې په غیر قانوني توګه پاکستان ته لېږدول کېدل کشف او ترلاسه کړل.
 
ويل کيږي چې ددغې پيښې په اړوند يو تن نيول شوى دى .
 
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم پاکستان ته د تورخم له لارې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې وه.
 
باید وویل شي چې افغانستان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو په لرلو سره په ټوله نړۍ کې شهرت لري، خو د څو کلونو جګړو د دې لامل شوی چې ډېری دغه کانونه بې کاره پاتې شي.
 


د مطلب کود: 272939

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272939/پاکستان-ته-د-۳۵-ټنه-کرومایټ-قاچاق-مخه-ونیول-شوه

آوا
  https://www.avapress.com