د جوزجان سیمهییزو چارواکو د ۶۰۹ میلیونه افغانیو په لګښت د مزارشریف د سرې او برېښنا فابریکې ته د شبرغان د ګازو د لېږد بهیر غځولی دی.
مزارشریف ته د شبرغان د ګازو د لېږد بهیر د ۶۰۹ میلیونه افغانیو په لګښت تمدید شو
18 سرطان 1402 ساعت 8:41
د جوزجان سیمهییزو چارواکو د ۶۰۹ میلیونه افغانیو په لګښت د مزارشریف د سرې او برېښنا فابریکې ته د شبرغان د ګازو د لېږد بهیر غځولی دی.
آوا - مزار شریف: د جوزجان د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور پرون شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د جوزجان ولایت د د ګازو نل لیکه د خاجي ګوګردک – د مزارشریف د سرې فابریکې ته وغځول.
د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د دغې پروژې د پرانستلو په مراسمو کې وويل: د دغې لارې د ګازو پخوانۍ نل ليکه چې څه دپاسه پنځوس کاله مخکې غځېدلې وه، نږدې له کاره لوېدلې او اوس د دغې سترې پروژې په بشپړېدو سره د ګازو د توليد کچه لوړه شوې ده.
د شبرغان د افغان ګاز مسئول اختر محمد منصور هم وويل: دغه پروژه د کانونو او پټروليم وزارت له بودجې څخه د ٦٠٩ ميليونه افغانيو په لګښت بشپړېږي.
د هغه په وينا، د دې نل ليکې اوږدوالی ٩٤،٥ کيلومتره دى، چې له خواجه ګردش شبرغان څخه د مزارشريف د سرې فابريکې پورې غځېږي او د ګازو يوه له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور یوه ورځ وړاندې په سرپل قشقري کې د تېلو د استخراج لومړنۍ څاه پرانیستله.
د مطلب کود: 272927