کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نیوزیلینډ د افغانستان خلکو ته بشري مرستې ځانګړې کړې

17 سرطان 1402 ساعت 11:12

د نیوزیلینډ د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت سره د مرستې لپاره د ملګرو ملتونو د اقداماتو د ملاتړ لپاره به ۱۱ میلیون ډالر مرسته وکړي.


آوا: د نیوزیلینډ د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت سره د مرستې لپاره د ملګرو ملتونو د اقداماتو د ملاتړ لپاره به ۱۱ میلیون ډالر مرسته وکړي.
 
د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزیرې نانیا ماهوتا ویلي، افغانستان د نړۍ یو له تر ټولو ناوړه بشري ناورین سره مخ دی او د دغه هېواد دوه پر درېیمه برخه وګړي اوس مرستو ته اړتیا لري.
 
هغه زیاته کړه، زیان منونکې ټولنې د خوراکي توکو له بې ساري کموالي سره مخ دي او روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو او پوهنې ته سخته اړتیا لري.
 
هغه وویل، هېواد یې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دی او په افغانستان کې د بشري وضعیت او بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو په برخه کې به له نړیوالو همکارانو سره ودرېږي.
 
ماهوتا یادونه وکړه: موږ د اسلامي امارت هغه محدودیتونه غندو چې ثانوي زده کړو، لوړو زده کړو، عامه او سیاسي ځایونو او د کار فرصتونو ته د افغان ښځو او نجونو لاسرسی محدودوي.
 
د نیوزیلینډ د بهرنیو چارو وزیر وویل: موږ له اسلامی امارت څخه غواړو چې د افغانستان ټولو خلکو ته درناوی وکړي او ټولې هغه پریکړې او کړنې لغوه کړي چې د ښځو او نجونو وړتیا محدودوي.
 


د مطلب کود: 272881

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272881/نیوزیلینډ-د-افغانستان-خلکو-ته-بشري-مرستې-ځانګړې-کړې

آوا
  https://www.avapress.com