د پاکستان په شمال لوېديځ کې د خيبر پښتونخوا ايالت په ميرانشاه سيمه کې ځانمرګي بريد څلور تنه وژلي او لسګونه نور يې ټپيان کړي دي.
په پاکستان کې ځانمرګي برید څلور تنه وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي
15 سرطان 1402 ساعت 9:18
د پاکستان په شمال لوېديځ کې د خيبر پښتونخوا ايالت په ميرانشاه سيمه کې ځانمرګي بريد څلور تنه وژلي او لسګونه نور يې ټپيان کړي دي.
آوا: د پاکستان پولیسو اعلان وکړ چې د دغه هیواد د امنیتی ځواکونو پر یوې پوستې باندې په ځانمرګی برید کې لږ تر لږه درې پوځیان او یو لس کلن هلک وژل شوی دی.
دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۵ مه د خیبر پښتونخوا ایالت په میرانشاه سیمه کې شوې ده.
د پاکستان د پولیسو یوه سیمه ییز چارواکي راشد خان ویلي، چې یوه ځانمرګي بریدګر له خپل موټر سره په هغه سیمه کې یوه امنیتي پوسته په نښه کړه.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې لږ تر لږه ١٤ ملکي وګړي او يو شمېر پاکستاني سرتېري ټپيان شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې وړاندې هم د ورته بریدونو مسوولیت تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستی و.
د اسلام آباد او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د اسلامي امارت د حکومت په منځګړیتوب اوربند د تېر کال په نومبر کې پای ته ورسېد، چې تحریک طالبان پاکستان د دې ډلې جنګیالیو ته امر وکړ چې په ټول هېواد کې بریدونه پیل کړي.
د مطلب کود: 272814