کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سراج الدین حقاني: د نړۍ د رسمیت پېژندلو لپاره به د خپلواکۍ سودا ونه کړو

15 سرطان 1402 ساعت 9:04

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وايي، اسلامي امارت به د نړۍ په رسمیت پېژندلو لپاره پر خپلواکۍ سودا ونه کړي.


آوا - کابل: سراج الدین حقاني پرون (سه شنبه، سرطان ۱۵) په پکتیا ولایت کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل: دا د ویاړ خبره ده چې افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه.
 
حقاني وویل: "اوس دوی موږ په رسمیت نه پیژني ځکه چې موږ د دوی فرمانونه او غوښتنې نه دي منلي."
 
هغه ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره سترې قربانۍ ورکړي، چې د دغه هېواد لپاره د وياړ سرچینه ګرځېدلې ده.
 
د آریانا نیوز د راپور له مخې حقاني دا هم ویلي چې پر افغانستان یرغل نه یوازې پوځي، بلکې فکري، اقتصادي او کلتوری هم و.
 


د مطلب کود: 272811

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272811/سراج-الدین-حقاني-د-نړۍ-رسمیت-پېژندلو-لپاره-خپلواکۍ-سودا-ونه-کړو

آوا
  https://www.avapress.com