د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي په دغه ولايت کې د کورنيو سيلانيانو د زياتوالي خبر ورکوي او وايي چې په يوه ورځ کې تر دوو زرو پورې کسان د سياحت لپاره دغه ولايت ته سفر کوي.
په سرپل کې د کورنیو سیلانیانو د حضور زیاتوالی
15 سرطان 1402 ساعت 8:57
د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي په دغه ولايت کې د کورنيو سيلانيانو د زياتوالي خبر ورکوي او وايي چې په يوه ورځ کې تر دوو زرو پورې کسان د سياحت لپاره دغه ولايت ته سفر کوي.
آوا - مزار شریف: د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس فخرالدین عمیر سرپلي سږ کال دغه ولایت ته د کورنیو سیلانیانو د زیاتوالي خبر ورکړ او ویې ویل چې په تیرو دریو میاشتو کې په ځانګړي ډول سرپل ته د اختر په مناسبت له بېلابېلو ولایتونو څخه ګڼ شمېر ښاریان راغلي.
د هغه په وينا، د اختر په ورځو کې له بلخ، هرات، کابل، سمنګان، فارياب او جوزجان ولايتونو څخه څه باندې دوه زره کورنيو سيلانيانو سرپل ته سفر کړى دى.
د سرپل امنیت په سرپل کې د کورنیو سیلانیانو د زیاتوالي اصلي لامل بلل کیږي.
د مطلب کود: 272810