کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغان حاجیانو د راستنیدو لړۍ پیل شوه

13 سرطان 1402 ساعت 14:06

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دغه وزارت له سعودي عربستان څخه د افغان حاجيانو د راستنېدو لړۍ پيل کړې ده.


آوا - کابل: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سرطان په ۱۳ مه نېټه یوه خبرپاڼه خپره کړه او ویې ویل چې د افغان حاجیانو لومړۍ ډله نن له غرمې وروسته له جدې څخه کابل ته راځی. .
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د حاجیانو د راستنېدو بهیر پیل شوی او د (۳۴۶) تنو حاجیانو په ګډون لومړۍ ډله به د یوې کامې الوتکې په وسیله له جدې څخه کابل ته ولېږدول شی.
 
باید وویل شي، چې سږ کال د حج په مراسمو کې له افغانستان څخه څه باندې ۳۰ زره حاجیانو ګډون کړی و.
 


د مطلب کود: 272720

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272720/د-افغان-حاجیانو-راستنیدو-لړۍ-پیل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com