کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جاپان افغانانو ته د بورسونو ورکول پیل کړل

12 سرطان 1402 ساعت 14:36

په افغانستان کې د جاپان سفارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې افغان محصلینو ته به د ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې بورسونه ورکړي.


آوا: سفارت ویلي چې د محصلینو د ټاکلو پروسه به د آغا خان بنسټ په همکارۍ ترسره شي.
 
د ۳۵ کلونو څخه کم عمر، د انګلیسي یا جاپاني بشپړ پوهه او غوره تعلیمي لاسته راوړنې د جاپان سکالرشپ شرایطو څخه دي.
 
د دې بورسونو ترلاسه کونکي به د ۲۰۲۴ په اپریل کې جاپان ته سفر وکړي.
 
څه موده وړاندې جاپان د دغه هېواد په مالي مرسته په بامیان کې د یوه ښوونځي، ټولنیز مرکز او د اوبو د برېښنا د یوې کوچنۍ فابریکې د جوړولو اعلان کړی و.
 


د مطلب کود: 272666

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272666/جاپان-افغانانو-ته-د-بورسونو-ورکول-پیل-کړل

آوا
  https://www.avapress.com