کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سمنګان ولایت د ډبرو سکرو په بازار کې د پام وړ کمښت

12 سرطان 1402 ساعت 9:12

د سمنګان ولایت د ډبرو سکرو یو شمېر کارګران او پلورونکي وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د ډبرو سکرو د پلور بازار د پام وړ کم شوی دی.


آوا - کابل: په سمنګان ولایت کې سیمه ییزو سرچینو په دغه ولایت کې د سکرو د خرڅلاو د سړې بازار خبر ورکړی.
 
د تمدن تلویزیون په وینا؛ د ډبرو سکرو يو شمېر سوداګر او پلورونکي هم تاييدوي، چې د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم د سړو سکرو د پېر او پلور بازار ښه شوى او هېڅ پېرودونکي ورته نه دي رسېدلي.
 
په همدې حال کې د ډبرو سکرو د کان کارګران هم وايي چې د ډبرو سکرو د بازار د کمزوري کېدو له امله د دوی معاشونه هم کم شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال پاکستان ته د ډبرو سکرو د ډېر صادرېدو له امله د هېواد په بازارونو کې د دغو کانونو بيه لوړه شوې وه.
 


د مطلب کود: 272644

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272644/د-سمنګان-ولایت-ډبرو-سکرو-په-بازار-کې-پام-وړ-کمښت

آوا
  https://www.avapress.com