کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فرانسه کې تېره شپه د مظاهرو په ترڅ کې تر ۴۰۰ ډېر کسان نیول شوي دي

11 سرطان 1402 ساعت 13:16

د پولیسو له خوا د یوه اوولس کلن ځوان د وژلو پر ضد د تاوتریخوالي د دریمې شپې له مظاهرو وروسته ۴۰۰ کسان نیول شوي دي.


آوا - کابل: د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د کابینې په بیړنۍ غونډه کې پر دولتي ودانیو او عامه ځایونو باندې بریدونه د توجیه وړ وبلل.
 
په عین حال کې، اعلان شوی چې د نن ورځې لپاره پلان شوي لاریونونو کې د امنیت ساتلو لپاره به 40,000 پولیس افسران په سړکونو کې ځای پرځای شي.
 
د لاریونونو او ناکراریو په دوام سره، په پاریس کې، د عامه ترانسپورت خدمتونه وختي پای ته رسیدلي، او د بس او ټرام لخوا عامه ترانسپورت به نور د شپې له 9:00 بجو څخه شتون ونلري.


د مطلب کود: 272599

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272599/په-فرانسه-کې-تېره-شپه-د-مظاهرو-ترڅ-تر-۴۰۰-ډېر-کسان-نیول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com