کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په زابل ولایت کې څلور ماشومان د لامبو وهلو پر مهال په اوبو کې ډوب شول

9 سرطان 1402 ساعت 11:02

د زابل ولایت روغتیايي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې څلور ماشومان په اوبو کې د لوبې پرمهال ډوب شوي او مړه شوي دي.


آوا - د زابل ولایت د عامې روغتیا رییس میرویس افغان وایی، دغه اته ماشومان د پنجشنبې په ورځ د شاجوی ولسوالۍ په «چینو» او «کلاخیل» سیمو کې په دوو جلا پېښو کې په اوبو کې ډوب شوی دی.
 
هغه زياته کړه، چې لومړۍ پېښه د چينو په سيمه کې رامنځته شوې، چې له امله يې درې ماشومان وژل شوي او يو بل ماشوم ټپي شوى دى.
 
د زابل د عامې روغتیا رییس وايي، دویمه پېښه د "کلاخېل" په سیمه کې شوې، چې له امله یې یو ماشوم په اوبو کې ډوب شوی او مړ شوی دی. په دې پېښه کې څلور نور ماشومان ټپیان شوي دي.
 
هغه زياته کړه، چې د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
 
ويل کيږي چې دغه روغتيايي مسوول ته ددغو ماشومانو د عمر په باب څه نه دي ويل شوي .
 
د ورځنیو معلوماتو له مخې، میرویس افغان له کورنیو غوښتي، چې خپلو ماشومانو ته په ژورو او یخو اوبو کې د لامبو وهلو اجازه ورنکړي، څو د دا ډول پېښو مخه ونیول شي.


د مطلب کود: 272522

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272522/په-زابل-ولایت-کې-څلور-ماشومان-د-لامبو-وهلو-پر-مهال-اوبو-ډوب-شول

آوا
  https://www.avapress.com