کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوی اختر د لمانځه د ادا کولو لپاره په الاقصی جومات کې د فلسطینیانو پراخ حضور

7 سرطان 1402 ساعت 14:44

د صهیونیسټي پوځیانو لخوا د یهودیت د سیاستونو له سختولو سره سره په زرګونو فلسطینیان د لوی اختر د لمانځه د ادا کولو لپاره الاقصی جومات ته ورغلل.


آوا‌: د الاقصی جومات د چارواکو غوښتنې ته په غبرګون او د قدس ښار او دغه سپیڅلی ځای په وړاندې د صهیونیسټ رژیم د پلانونو د شنډولو لپاره د فلسطین خلکو د لوی اختر مبارکی ورکړه.
 
له دې مخکې دفلسطین یوه استازی «خالد تفیش» هم په دې خبرې ټینګار سره چې الاقصی جومات ته تلل او په دغه سپیڅلی ځای کښې حاضریدل د صهیونیسټی رژیم د پلانونو د شنډولو لپاره ضروری دی او دغه جومات د یهودانو په ټاټوبی بدل کړی دی، ټینګار کړی دی.
 
خالد تفیش وویل الاقصی جومات د مسلمانانو د عزت او وقار سمبول دی او دغه جومات باید د صهیونیسټ رژیم د یهودانو له سیاستونو څخه وساتل شی .
 
دفلسطین دفلسطین داسلامی غورځنګ مشر شیخ رعد صلاح هم دکوچنی اختر په مناسبت په مسجدالاقصی کښې د زیات شمیر خلکو د ګډون غوښتنه وکړه .
 
د یادولو وړ ده چې تیره سه شنبه د عرفې د ورځې په مناسبت او د صهیونیسټي پوځیانو له بندیزونو سره سره په زرګونو فلسطینیانو، بوډاګانو او ځوانانو، نارینه او ښځو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو په الاقصی کښې د سهار لمونځ په جماعت سره ادا کړ.


د مطلب کود: 272480

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272480/د-لوی-اختر-لمانځه-ادا-کولو-لپاره-په-الاقصی-جومات-کې-فلسطینیانو-پراخ-حضور

آوا
  https://www.avapress.com