کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل - کندهار پر لویه لار د مسافر وړونکي بس موټر اور اخیستی دی

5 سرطان 1402 ساعت 11:10

يو مسافر وړونکى بس چې له کندهار څخه کابل ته روان و، تېره شپه اور ولګېد او په بشپړه توګه ويجاړ شو.


آوا - کندهار: تېر ماښام (یکشنبه، سرطان ۵) له کندهار څخه کابل ته روان یو مسافر وړونکی بس د (مقر) په سیمه کې اور ولګېد او په بشپړه توګه ویجاړ شو.
 
ويل کيږي چې په دې پيښه کې چاته زيان نه دى اوښتى.
 
تر اوسه د مالي زیان په اړه کره معلومات نشته او د اور لګېدنې لامل هم نه دی معلوم.
 
دغه مسافر وړونکی بس د سعادت شرکت اړوند دی.
 


د مطلب کود: 272360

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272360/د-کابل-کندهار-پر-لویه-لار-مسافر-وړونکي-بس-موټر-اور-اخیستی-دی

آوا
  https://www.avapress.com