کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د آیسلنډ له خوا له افغانستان سره د بشري مرستو له صندوق سره ۳۰۰ زره ډالره مرسته وشوه

5 سرطان 1402 ساعت 9:16

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (OCHA) وايي، آیسلنډ د افغانستان له بشري مرستو صندوق سره ۳۰۰ زره ډالره مرسته کړې ده.


آوا - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه ټوېټ کې ویلي، چې دغه مرستې د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته سپارل شوې دي.
 
په دې ټویټ کې راغلي چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې آیسلنډ له دې صندوق سره شاوخوا یو میلیون ډالره مرسته کړې ده.
 
آیسلنډ په شمالي اروپا کې یو هیواد او یو کوچنی ټاپو دی چې شاوخوا ۳۴۱ زره نفوس لري.
 


د مطلب کود: 272348

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272348/د-آیسلنډ-له-خوا-افغانستان-سره-بشري-مرستو-صندوق-۳۰۰-زره-ډالره-مرسته-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com