کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو چارو وزارت له دوو مرستندویه ادارو سره د ۴۰۰ زره کورنیو سره د مرستې تفاهم لیک لاسلیک کړ

4 سرطان 1402 ساعت 13:42

د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له دوو مرستندویه مؤسسو سره د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړی او ویلي یې دي چې دغه موسسې څه باندې ۴۰۰ زره کورنیو ته د خوراکي توکو د ویش، نغدي، تعلیم او مسلک په برخو کې تر پوښښ لاندې راولي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن یکشنبه (سرطان ۴) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له یاد وزارت سره د DRC او APK ادارو ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو.
 
په پام کې ده چې دا بنسټونه ۴۱۰۱۴۷ اړو کورنۍ تر پوښښ لاندې راولي.
 
ویل کیږي چې د پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت دغه تفاهم لیک لاسلیک شو.
 
دغه وزارت وايي چې په مرکز او ولایتونو کې د ژبې د زده کړې کورسونه، د کمپیوټر پروګرامونه، د محاسبې، ښوونې او روزنې، خیاطۍ، لاسي ګنډلو، د پوهاوي پروګرامونه او د رواني درملنې خدمات په لاره اچول شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم يو شمېر نړيوالو بنسټونو له افغانستان سره د خوراکي توکو، سرپناه جوړولو، ښوونيزو او روغتيايي خدمتونو په برخو کې مرستې کړې دي.
 


د مطلب کود: 272319

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272319/د-کډوالو-چارو-وزارت-له-دوو-مرستندویه-ادارو-سره-۴۰۰-زره-کورنیو-مرستې-تفاهم-لیک-لاسلیک-کړ

آوا
  https://www.avapress.com