د بلخ سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت د دوشي ولسوالۍ په خواجه زید دره کې د مرمرو د دوو کانونو د استخراج خبر ورکړی.
په بغلان کې د مرمر ډبرو د دوو کانونو د استخراج چارې پیل شوې
4 سرطان 1402 ساعت 9:03
د بلخ سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت د دوشي ولسوالۍ په خواجه زید دره کې د مرمرو د دوو کانونو د استخراج خبر ورکړی.
آوا - مزارشریف: د بغلان د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دوو خصوصي شرکتونو له کانونو وزارت سره تر پنځه کلن تړون وروسته له یوه کان څخه د مرمرو په استخراج پیل کړی دی.
د دوی په وینا د دغه کان هر ټن په ۹۰۰ افغانیو قرارداد شوی چې له دوو شرکتونو سره شوی دی.
په همدې حال کې د بغلان والي او د دغه ولايت د دوشي ولسوالۍ ولسوال له قراردادي شرکتونو وغوښتل چې د دغه کان په لاره کې سړکونه او پلچکونه جوړ کړي.
مرمر یو له نیمه قیمتي ډبرو څخه دی چې د زینتي شیانو په سینګار او ترمیم کې کارول کیږي. مرمر د کلسیم کاربونیټ او کلسیم مګنیزیم کاربونیټ یو له میټامورفوز شوي ډبرو څخه دی چې په طبیعت کې د لوی سلیبونو یا سټک شوي شیټونو په شکل کې شتون لري.
دا مهال د افغانستان په ۶۰ کانونو کې د مرمرو شاوخوا ۳۵ ډوله ډبرې چې ۴۵ بېلابېل رنګونه لري تر لاسه کېږي.
د مطلب کود: 272293