کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخ کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۶۳۵ تنه امنیتي سرتیري فارغ شول

4 سرطان 1402 ساعت 8:45

د بلخ ولایت د رسنیو دفتر له دوو میاشتو پوځي زده کړو وروسته د دغه ولایت له تعلیمي مرکز څخه د ۶۳۵ سرتېرو د فراغت خبر ورکړی دی.


آوا - مزار شریف: د بلخ ولایت د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ځواکونه پرون (شنبه، سرطان ۳) د بلخ ولایت د پولیسو له اکاډمۍ د ښوونې او روزنې له مرکز څخه فارغ شول.
 
د دې خبرپاڼې له مخې، له دې فارغ شوي ځواکونه له بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب او سمنګان ولایتونو وو، چې له پوځي او مسلکي زده کړو وروسته به بېرته خپلو دندو ته ستانه شي.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت له تسلط وروسته د هیواد په شمالي ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو د روزنې څو پړاوونه ترسره شوي دي.
 


د مطلب کود: 272288

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272288/په-بلخ-کې-د-پولیسو-له-روزنیز-مرکز-څخه-۶۳۵-تنه-امنیتي-سرتیري-فارغ-شول

آوا
  https://www.avapress.com