کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېر کال د حیرتان له بندر څخه څه باندې ۱۴ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي

3 سرطان 1402 ساعت 13:33

د بلخ ولایت د رسنیو مرکز اعلان وکړ چې په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې د حیرتان ګمرکونو، مالیاتو او نفتي توکو له ریاستونو څخه څه باندې ۱۴ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي.


آوا - مزار شریف: د بلخ ولایت د رسنیو مرکز خبر ورکړی چې: د بلخ ولایت د دولتی ادارو د تحقیقاتو کمیسیون د ۱۴ ملیارده، یو میلیون او ۷۵۱ زره افغانیو د راټولولو په اړه د څېړنې په ترڅ کې د حیرتان د ګمرکونو، افسوتر، سټراس، د تیلو او ګازو د موادو او د ملي نورم او سټنډرډ له مخې په ۱۴۰۱ کال کې عواید اعلان شول.
 
په دغه راپور کې ویل شوي چې دغه کمیسیون د بلخ د دولتي ادارو له مسوولینو څخه جوړ شوی چې د یوې سروې په ترڅ کې یې د دغه بندر عواید اندازه کړي دي.
 
حيرتان چې د افغانستان په شمال کې له مزارشريف ښار څخه په ٨٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري، د هېواد له مهمو سوداګريزو بندرونو څخه دى، چې هره ورځ له دې لارې زرګونه ټنه واردات او صادرات کېږي.
 


د مطلب کود: 272257

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272257/تېر-کال-د-حیرتان-له-بندر-څخه-څه-باندې-۱۴-میلیارده-افغانۍ-عواید-راټول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com