کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د کرنیزو ځمکو کچه ۷،۷ سلنه زیاته شوې ده

3 سرطان 1402 ساعت 13:26

د اسلامي امارت د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې د اټکل له مخې په ۱۴۰۲ کال کې تر کښت لاندې کرنیزې سیمې د تېر کال په پرتله ۷،۷ سلنه زیاتوالی ښيي.


آوا - کابل: د احصایې او اطلاعاتو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ریموټ سینسنګ ټکنالوژۍ او سپوږمکۍ د انځورونو په کارولو سره یې په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد په لر او بر کې کرل شوې سیمې شنه او للمي سره بېلې کړې دي.
 
دغه رياست وايي، په ټول هېواد کې په ١٤٠٢ کال کې شاوخوا ٢،٨ ميليونه هکتاره کرل شوې ځمکه ده، چې دوه ميليونه هکتاره يې شنه او ٨٠٤ زره هکتاره يې للمي ده.
 
د احصایې او اطلاعاتو وزارت زیاته کړې، چې د دغه اټکل په پام کې نیولو سره په ۱۴۰۲ کال کې د کرنې وړ ځمکې د تېر کال په پرتله ۷،۷ سلنه زیاتې شوې دي.
 
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په هرات، کندوز، پکتيکا او پکتيا ولايتونو کې تر اوبو لاندې سيمې تر ټولو زياتې شوې او په تخار، بلخ، جوزجان او فارياب ولايتونو کې د نورو ولايتونو په پرتله د للمي ځمکې ډېرې شوې دي. له بلې خوا په نیمروز او فراه ولایتونو کې د کوکنارو کښت کم شوی دی.
 
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د کافي اوبو نشتوالی د کروندګرو لپاره یوه جدي ننګونه ده.
 


د مطلب کود: 272253

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272253/په-افغانستان-کې-د-کرنیزو-ځمکو-کچه-۷-سلنه-زیاته-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com