کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو لایحه د کاناډا له خوا تصویب شوه

3 سرطان 1402 ساعت 10:13

د کاناډا حکومت د دغه هېواد د شاهي واکمنۍ له خوا افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو د لایحې د تصویب او تصویب اعلان کړی دی.


آوا - کابل: د کاناډا حکومت د دغه هېواد د عامه خوندیتوب د وزیر مارکو مینډیسینو له قوله لیکی، چې اوس په اړوند قانون کې تعدیلات پلی شوی دی.
 
کاناډا د C-41 لایحي او یو شمیر نور قوانین تعدیل کړي ترڅو کاناډایی سازمانونو ته اجازه ورکړي چې له افغانانو سره بشري مرستې وکړي.
 
د کاناډا حکومت به د افغانستان په جغرافیایي سیمو کې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د بې طرفه بشري سازمانونو له خوا د بشري مرستو په اړه نوی قانون معرفي کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې د بنديزونو له امله د کاناډا حکومت نه شي کولى د افغانستان خلکو ته خپلې بشري مرستې ورسوي، چې دغه نوی قانون يې اجازه ورکوي.
 


د مطلب کود: 272235

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272235/افغانستان-ته-د-بشري-مرستو-رسولو-لایحه-کاناډا-له-خوا-تصویب-شوه

آوا
  https://www.avapress.com