کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۳۰ جرمني شرکتونو د افغانستان په کانونو کې د پانګونې غوښتنه وکړي

1 سرطان 1402 ساعت 10:18

د المان د ۳۰ شرکتونو د فدراسیون اجراییوي رئیس ډاکټر سباستیان هاین زمري د اسلامي امارت د کانونو وزارت له تخنیکي معین وحیدالله حلیمي سره وکتل او د افغانستان په کانونو کې یې د پانګونې غوښتنه وکړه.


آوا - کابل: د المان د ۳۰ شرکتونو د فدراسیون اجراییوي رئیس ډاکټر سباستیان هاینه زمری د اسلامي امارت د کانونو وزارت له تخنیکي معین وحیدالله حلیمي سره وکتل او د افغانستان په کانونو کې یې د پانګونې غوښتنه وکړه.
 
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د چهارشنبې په ورځ (جوزا ۳۱) په دې کتنه کې وویل چې زمري د افغانستان په کانونو کې د پانګونې د فرصتونو او د کار پیدا کولو په اړه خبرې وکړې او غوښتل یې چې د هېواد په کانونو کې پانګونه وکړي.
 
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال هم وویل چې موږ د کانونو په برخه کې د قوانینو او طرزالعمل له مخې همکاري کوو.
 


د مطلب کود: 272171

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272171/۳۰-جرمني-شرکتونو-د-افغانستان-په-کانونو-کې-پانګونې-غوښتنه-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com