کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې پر ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو ویش

1 سرطان 1402 ساعت 8:58

په هرات ولايت کې د سرې مياشتې مسوولين وايي، چې د دغه ولايت په انجيل ولسوالۍ کې يې پر ١٥٠٠ اړمنو کورنيو خوراکي توکي وېشلي دي.


آوا - هرات: په هرات ولایت کې د سرې میاشتې د نمایندګۍ د دفتر د نشراتو رییس عزیز احمد متین وايي، چې پرون چهارشنبه د جوزا په ۳۱مه به د انجیل ولسوالۍ په ۱۵۰۰ مستحقو او اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرسته وویشل شي.
 
ده زياته کړه: په دې بهيرکې هغو کورنيو ته چې مخکې پيژندل شوي وو؛ د خوراکي توکو په مرسته ٤٠ کيلو اوړه، ٥ کيلو وريجې، ٥ کيلو بوره، ٦ کيلو لوبيا او ٥ لېتره غوړي ورکول کېږي.
 
په ورته وخت کې هغه کورنۍ چې دغه مرستې یې ترلاسه کړې دي، خوښي څرګندوي.
 
دوی له چارواکو غوښتنه کوي، چې دوی ته دې د کار زمینه برابره کړي، تر څو د ژوند لپاره یوه ثابته عایداتي سرچینه ولري.
 


د مطلب کود: 272162

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272162/په-هرات-کې-پر-۱۵۰۰-اړمنو-کورنیو-د-خوراکي-توکو-ویش

آوا
  https://www.avapress.com