د بدخشان سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو له دوام څخه خبر ورکوي، دوی وايي چې د دغه ولایت په ارګوې ولسوالۍ کې ۱۱۲ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.
په بدخشان کې ۱۱۲ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه
31 جوزا 1402 ساعت 12:41
د بدخشان سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو له دوام څخه خبر ورکوي، دوی وايي چې د دغه ولایت په ارګوې ولسوالۍ کې ۱۱۲ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.
آوا - د بدخشان د پولیسو ویاند احسان الله کامګار نن چهارشنبه، د جوزا ۳۱مه آوا ته وویل: د دې ولسوالۍ د آق بوریا، دهغن خانې، نوآباد او ګنده چشمه په کلیو کې ۱۱۲ جریبه ځمکه د کوکنارو کروندې له منځه وړل شوي.
د هغه په وينا، د اسلامي امارت د رهبرۍ له حکم سره سم دغه کروندې له کوکنارو پاکې شوې او پر ځای به يې ګټور تخم وکرل شي.
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند زياته کړه چې تر اوسه په بدخشان کې د کوکنارو ټولې کروندې له منځه تللي او يوازې په ارګو ولسوالۍ او فيض آباد ښار کې کروندې پاتې دي او د له منځه وړلو لړۍ يې دوام لري.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درېيو مياشتو کې د هېواد په ډېرو ولايتونو کې د کوکنارو کروندې له منځه تللي دي.
د مطلب کود: 272118