کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت په لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو برید غندلی دی

31 جوزا 1402 ساعت 9:44

د فلسطین په نیواکي لویدیځه غاړه کې د اسرائیلي ځواکونو له برید وروسته چې له امله یې په دغه سیمه کې بې ګناه خلک وژل شوي او ټپیان شوي دي، د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلي ځواکونو دغه برید په کلکه غندلی دی.


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی په خپل ټویټر کې لیکلی چې د افغانستان اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت په جنین ښار باندې د صهیونیسټی پوځیانو ظالمانه برید په کلکه غندلي دي.
 
هغه زیاته کړه، د مظلومو فلسطینیانو پر وړاندې د اسرائیلي ځواکونو دا ډول غیر انساني کړنې له نړیوالو، اسلامي او بشري قوانینو ښکاره سرغړونه ده او د نړۍ د مسلمانانو احساسات یې را پارولي دي.
 
په همدې حال کښې د صهیونیسټی پوځیانو په پرونیو حملو کښې یوشمیر بې ګناه فلسطینیان شهیدان او یوشمیر نور ژوبل شوي چې د فلسطین په شهیدانو کې یو هم ۱۵ کلن هلک دی.
 


د مطلب کود: 272107

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272107/اسلامي-امارت-په-لویدیځه-غاړه-کې-د-اسرائیلو-برید-غندلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com