کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یونیسف په افغانستان کې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو دریو میاشتو کې له ۶۷۵ روغتیايي مرکزونو سره مرسته کوي

29 جوزا 1402 ساعت 15:35

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) دفتر وايي، دغه سازمان د ۲۰۲۳ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د افغانستان په ۹ ولایتونو کې له ۶۷۵ روغتیايي مرکزونو سره مرسته کړې ده.


آوا - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) نن (دوشنبه، جوزا ۲۹) په ټویټر کې لیکلي چې د اسیا پراختیايي بانک په همکارۍ یې له دغو مرکزونو سره مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق دا نه ده څرګنده کړې چې دغه روغتیايي مرکزونه د افغانستان په کومو ولایتونو کې دي.

یونیسف ویلي، چې له دې ملاتړ سره تر پنځو میلیونو ډېر کسان له "کیفیته" روغتیايي خدمتونو برخمن شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د روغتيايي مرکزونو نشتوالى، د درملو او خدمتونو ټيټ کيفيت په هېواد کې روغتيايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي پر وړاندې له عمده ننګونو څخه دي.


د مطلب کود: 272019

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272019/یونیسف-په-افغانستان-کې-د-۲۰۲۳-کال-لومړیو-دریو-میاشتو-له-۶۷۵-روغتیايي-مرکزونو-سره-مرسته-کوي

آوا
  https://www.avapress.com