کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل ښاروالۍ: د کابل ښار سړکونو او کوڅو ته نومان انتخابيږي

28 جوزا 1402 ساعت 11:23

د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي، ډېر ژر به د کابل ښار ټول واټونه د ښار د کلتور او دودونو له مخې ونومول شي.


آوا - کابل: د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي نن یکشنبه د جوزا ۲۸ مه د آوا له خبریال سره په مرکه کې وویل چې د کابل ښار د ټولو واټونو د نومولو بهیر به ډېر ژر پیل شي.
 
بارکزي زياته کړه، د کابل ښار ټولې کوڅې، عمومي او دويمې لارې او حتی د استوګنې کورونه به د دغه رياست له خوا ونومول شي.
 
بارکزي زياته کړه، د لارو او سړکونو نومونه به د هېواد د کلتور له مخې کېږي او داسې نومونه به اخيستل کېږي، چې هېڅ ډول توپير ونه لري.
 
بارکزي دغه راز وويل: "کابل ښاروالۍ په کابل ښار کې د ادرس مسئله په جدي توګه اخلي او انشاالله چې ټولې کوڅې او عمومي سړکونه او حتی کورونه به د ادرس په تختو ونومول شی."
 
که څه هم د کابل ښاروالۍ وياند د خپل کار د پيل د پروسې په اړه څه نه وايي، خو د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستيال خالد سجستاني تر دې وړاندې د ښار په پنځمه ناحيه کې د خپل کار د پيل خبر ورکوي.
 
د سجستاني په وينا، دغه کار د کابل ښار له پنځمې ناحيې څخه پيل شوى او د پلازمېنې د ټولو لارو او شا وخوا لارو تر نومولو پورې به دوام وکړي.
 
په همدې حال کې د کابل ښاریان د ښاروالۍ د دې کار هرکلی کوي او وايي چې دا کار به د سړکونو او کوڅو د ښه پوهاوي لامل شي.
 
د پنځمې ناحيې اوسېدونکى حفيظ الله وايي، چې د ښاروالۍ دغه کار ډېر ګټور دى او د سړکونو او کوڅو په پېژندنه کې د ښاريانو ډېرې ستونزې کموي.
 
د پلازمېنې يو بل اوسېدونکى عباس که څه هم د ښاروالۍ د دې کار هرکلى کوي، خو وايي چې دا کار بايد د هرې سيمې د خلکو د فرهنګ او دود له مخې وشي.
 
د يادونې وړ ده، چې کابل ښاروالۍ په داسې حال کې د واټونو د نومولو اعلان وکړ، چې په تېر حکومت کې د کابل ښار ډېرى واټونه په نومونو نومول شوي وو.


د مطلب کود: 271922

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271922/کابل-ښاروالۍ-د-ښار-سړکونو-او-کوڅو-ته-نومان-انتخابيږي

آوا
  https://www.avapress.com