کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بیلاروس: موږ له روسیې څخه ځواکمن اټومي بمونه ترلاسه کړل

24 جوزا 1402 ساعت 15:45

د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو وویل چې هیواد یې له روسیې څخه داسې اټومي بمونه او توغندي ترلاسه کړي چې د هغو اټومي بمونو په پرتله چې امریکا په هیروشیما او ناګاساکي کې کارولي درې چنده پیاوړي دي.


آوا: د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو د سه شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، هغه تاکتیکي اټومي وسلې چې له روسیې څخه واردیږي د هیواد په ټولو برخو کې ځای پر ځای شي.
 
هغه دا هم وویل چې هغه له روسیې څخه دوستانه غوښتنه کړې چې په بیلاروس کې خپلې اټومي وسلې د مخنیوي په توګه ځای په ځای کړي.
 
لوکاشینکو ټینګار وکړ چې که پر بیلاروس برید وشي نو د دغو وسلو له کارولو څخه به ډډه ونه کړي.
 
د بیلاروس ولسمشر وویل چې هیواد یې له روسیې څخه اټومي بمونه او توغندي ترلاسه کړي چې د هغه اټومي بمونو په پرتله چې امریکا په هیروشیما او ناګاساکي کې کارولي درې چنده قوي دي.
 
د روسیې او بیلاروس د دفاع وزیرانو د پنجشنبې په ورځ (د می د میاشتې په ۲۵ مه نیټه) په بیلاروس کې د روسیې د تاکتیکي اټومي وسلو د ځای پر ځای کولو په اړه یو سند لاسلیک کړ. دواړو متحدینو د دې کال په پیل کې موافقه وکړه چې د مسکو د تاکتیکي اټومي وسلو یوه برخه په بیلاروس کې ځای پر ځای کړي.
 


د مطلب کود: 271765

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271765/بیلاروس-موږ-له-روسیې-څخه-ځواکمن-اټومي-بمونه-ترلاسه-کړل

آوا
  https://www.avapress.com