د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي دغه ولایت ته د کورنیو چارو د سرپرست وزیر د سفر خبر ورکوي.
تخار ته د کورنیو چارو سرپرست وزیر سفر
24 جوزا 1402 ساعت 13:57
د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي دغه ولایت ته د کورنیو چارو د سرپرست وزیر د سفر خبر ورکوي.
آوا - مزارشریف: د تخار ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقانی پرون (سه شنبه، جوزا ۲۳) دغه ولایت ته سفر وکړ او له سیمه ییزو چارواکو سره یې وکتل.
په دې کتنه کې حقاني د هېواد د قومونو ترمنځ پر ملي يووالي ټينګار وکړ او "اسلامي او ملي فکر" يې د افغانستان د دردونو علاج وباله.
حقاني وویل چې په هیواد کې د "افکارو د جوړولو" لپاره باید هڅې وشي.
په همدې حال کې د تخار والي د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې د دغه ولایت د داخلي ستونزو یادونه وکړه او د حل غوښتنه یې وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېره یوه نیمه اونۍ کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د هېواد شمال ته سفر کړی و او د تخار سربېره یې د بلخ، جوزجان، فاریاب او سرپل له سیمه ییزو چارواکو سره کتلي وو.
د مطلب کود: 271741