کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اتریش په افغانستان کې د خپل یوه اتباع نیول کېدل تایید کړل

24 جوزا 1402 ساعت 10:56

د اتریش د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (جوزا ۲۳) تایید کړه چې یو اتریشي افغانستان ته له سفر وروسته په دغه هیواد کې نیول شوی دی.


آوا: د اتریش د بهرنیو چارو وزارت د هغو ایمیلونو په ځواب کې چې په دې اړه یې د وضاحت غوښتنه کړې وه، د سه شنبې په ورځ وویل چې یاد کس په تېره مې میاشت کې افغانستان ته له سفر وروسته نیول شوی او وزارت یې د دې مسئلې د هواري لپاره هڅې کوي.
 
تر اوسه د دغه کس د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.
 
د اتریش سټنډرډ ورځپاڼې، چې لومړی یې د پېښې راپور ورکړی، ویلي چې دغه سړی له اتیا کلونو څخه زیات عمر لري او له ښي اړخې غورځنګ سره تړاو لري.
 
هغه د ملي دیموکراتیک ګوند یو له بنسټ ایښودونکو څخه ګڼل کیږي، چې فعالیت یې په اتریش کې له ۱۹۸۸ راهیسې منع شوی دی.
 
اسوشیټیډ پریس راپور ورکوي چې یاد کس په اتریش کې د ښي اړخو یوې سخت دریځې مجلې کې د یوې مقالې له خپرولو وروسته نیول شوی دی.
 
په دې لیکنه کې له اسلامي امارت سره د رخصتۍ تر سرلیک لاندې په افغانستان کې د سلامي امارت تر واکمنۍ لاندې ژوند ښه بیان شوی دی.
 
د راپورونو له مخې یاد کس د جاسوسۍ په تور نیول شوی او د اتریش نوي نازي غورځنګ په خپل ټیلیګرام پاڼه کې د هغه د نیول کېدو مسئله خپره کړې ده.
 
د افغانستان اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
خو سټنډرډ ورځپاڼې هغه د هربرټ ایف په نوم معرفي کړی او ویلي یې دي چې د نړۍ خطرناکو سیمو ته د سفر شوق یې درلود او په ۱۹۸۰ لسیزه کې افغانستان ته هم تللی و.
 
ورځپاڼې زیاته کړې چې هغه څو کاله مخکې هغو کردانو ته هم سفر کړی و چې د سوریې په شمال ختیځ کې د داعش پر ضد جنګیږي.
 


د مطلب کود: 271720

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271720/اتریش-په-افغانستان-کې-د-خپل-یوه-اتباع-نیول-کېدل-تایید-کړل

آوا
  https://www.avapress.com