د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د غور ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالیو کې د اوبو رسولو د ۷ شبکو کار پیل شوی دی.
د غور ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالیو کې د اوبو رسولو د ۷ شبکو کار پیل شو
23 جوزا 1402 ساعت 9:58
د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د غور ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالیو کې د اوبو رسولو د ۷ شبکو کار پیل شوی دی.
آوا - هرات: د غور ولایت د کلیو پراختیا رئیس مولوي محمد ادریس شریعت وايي، د IAM موسسي د غور ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست سره په همغږۍ د اوبو رسولو د ۷ شبکو کار د سيمه ييزو پرمختيايي شوراګانو له لارې په ۷ کليو کې د ۷۷ زره ۷۳۸ ډالرو په ارزښت پروژې پيل شوې دي.
د هغه په وينا، دغه پروژې د هغه تفاهم ليک له مخې چې د کليو پراختيا وزارت او اړوندې ادارې ترمنځ لاسليک شوى، په لعل او سرجنګل ولسواليو کې د غور ولايت د کليو پراختيا رياست تر چتر لاندې او تر څارنې لاندې پلې کېږي.
نوموړي همدا راز ژمنه وکړه، چې د پرمختیايي پروژو د تطبیق د څارنې او اسانتیاو په برخه کې به له هیڅ ډول همکارۍ څخه ډډه ونه کړي.
په همدې حال کې د غور ولايت د لعل او سرجنګل ولسواليو اوسېدونکو په خپلو کليو کې د يادو شويو پروژو د پلي کېدو له امله مننه او قدرداني وکړه او ژمنه يې وکړه، چې د يادو پروژو په تطبيق کې به پوره همکاري وکړي.
د مطلب کود: 271666