کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

"عبدالمتین قانع" د کورنیو چارو وزارت د نوي ویاند په توګه وټاکل شو

22 جوزا 1402 ساعت 9:11

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د یوه ټویټ په خپرولو سره عبدالمتین قانع د دغه وزارت د نوي ویاند په توګه ټاکلی دی.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت پرون (جوزا ۲۱) د یوه ټویټ له مخې د عبدالنافع ټکور پر ځای عبدالمتین قانع د ټاکل کیدو اعلان وکړ.
 
ښاغلي قانع تر دې وړاندې د رسنیو د خپرونو د پالیسۍ د سلاکار او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ویاند په توګه دنده ترسره کړې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د کورنيو چارو وزارت پخوانى وياند ښاغلي ټکور له څه مودې را په دې خوا په دغه وزارت کې دنده ترسره کوله. تر ده وړاندې سعید خوستي دغه دنده په غاړه درلوده.
 


د مطلب کود: 271598

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271598/عبدالمتین-قانع-د-کورنیو-چارو-وزارت-نوي-ویاند-په-توګه-وټاکل-شو

آوا
  https://www.avapress.com