کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ټول افغانستان کې د پولیو د تشخیص ۳۷ مرکزونه فعالیږي

21 جوزا 1402 ساعت 11:31

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په ټول افغانستان کې یې د پولیو د ناروغۍ د نمونو د راټولولو او تشخیص لپاره ۳۷ مرکزونه جوړ کړي دي.


آوا - کابل: په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان دفتر نن (یکشنبه، جوزا ۲۱ ) په یوه ټوېټ کې اعلان وکړ چې د پولیو د تشخیص لپاره د چاپیریال د څارنې سیستم لا هم پراخیږی.
 
په روان هجري لمریز کال کې په افغانستان کې د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوې چې ټولې یې د هېواد په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې دي.
 
دا مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هیوادونه دي چې پولیو پکې صفر ته نه ده رسیدلې.
 
ډاکټران او کارپوهان په دې باور دي چې د پولیو د مخنیوي یوازینۍ لار د کوچنیانو ماشومانو ته د واکسین تطبیق دی.
 
د يادونې وړ ده، چې هر کال په ټول هېواد کې د پوليو پر وړاندې د مبارزې او د ماشومانو د واکسيناسيون بېلابېل کمپاينونه په لاره اچول کېږي.
 
له دې ناروغۍ سره د مبارزې کمپاین سبا په ټول هېواد کې پیلېږي.
 


د مطلب کود: 271550

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271550/په-ټول-افغانستان-کې-د-پولیو-تشخیص-۳۷-مرکزونه-فعالیږي

آوا
  https://www.avapress.com