کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کانونو او پټرولیم وزارت په هېواد کې ۱۱ واړه کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کوي

21 جوزا 1402 ساعت 9:51

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د هېواد په کچه ۱۱ کانونه چې په بلخ، تخار، کونړ او کندز ولایتونو کې موقعیت لري، داوطلبي ته وړاندي کوي.


آوا - کابل: د کانونو وزارت له ښکېلو خواوو غوښتي چې د جوزا له ۲۲مې تر ۲۱مې نېټې پورې خپلې غوښتنې د کانونو د تنظیم عمومي ریاست ته وسپاري او د شرایطو له په پام کې نیولو وروسته دې د ټاکل شوې بیې په بدل کې به تر لاسه کړي.
 
ویل شوي چې د ټاکلې نیټې وروسته به د ښکېلو خواوو غوښتنلیکونه ونه منل شي.
 
په اعلامیه کې د دغو کانونو د ډول او د هغوی د نورو ځانګړتیاوو په اړه څه نه دي ویل شوي.
 


د مطلب کود: 271540

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271540/د-کانونو-او-پټرولیم-وزارت-په-هېواد-کې-۱۱-واړه-کانونه-داوطلبۍ-ته-وړاندې-کوي

آوا
  https://www.avapress.com