د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند د محمود عباس د رسمي سفر په غبرګون کې وويل، چين په ټينګه او دايمي توګه د فلسطين د خلکو د عادلانه او د هغوی د مشروع ملي حقونو د تامينولو ملاتړ کوي.
چين: موږ په ټينګه د فلسطين د خلکو د عادلانه غوښتنې ملاتړ کوو
21 جوزا 1402 ساعت 8:33
د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند د محمود عباس د رسمي سفر په غبرګون کې وويل، چين په ټينګه او دايمي توګه د فلسطين د خلکو د عادلانه او د هغوی د مشروع ملي حقونو د تامينولو ملاتړ کوي.
آوا: د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینبین وویل: د فلسطین د ادارې مشر محمود عباس د چین د خلکو پخوانی او ښه ملګری دی. په روان کال کې چين د يوه عربي دولت د لومړي مشر کوربه توب کوي، چې د چين او فلسطين ترمنځ د دوستانه اړيکو د ټينګېدو په اړه يې زياتې خبرې وکړې.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند دغه څرګندونې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه د سه شنبې په ورځ چين ته د محمود عباس د رسمي سفر په غبرګون کې په يوه خبري غونډه کې وکړې.
وانګ ونبين وويل: چين او فلسطين د اوږدې مودې دوستي لري او چين يو له لومړیو هېوادونو څخه دی چې د فلسطين د ازادۍ سازمان او د فلسطين دولت يې په رسميت وپېژاند.
هغه وويل، چين غواړي له فلسطين سره د دواړو خواوو د مشرانو ترمنځ د ګډ تفاهم د تعقيب او د چين او فلسطين ترمنځ د پخوانۍ دوستۍ د ټينګښت لپاره همکاري وکړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړه چې چين په ټينګه او دايمي توګه د فلسطين د خلکو د عادلانه ملي حق د بېرته اعاده کولو ملاتړ کوي.
د مطلب کود: 271534