کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېرو دوو کلونو کې ۷۰ سلنه افغان کډوال ایران ته تللي دي

19 جوزا 1402 ساعت 13:11

د کډوالو نړیوال سازمان: د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ، ۳.۶ میلیونه افغان اتباع له خپل هیواد څخه مهاجر شوي، چې له دې جملې څخه ۷۰ سلنه ایران ته تللي دي.


آوا - کابل: دغه سازمان زیاته کړې: پاکستان د ۱۸ سلنه افغان کډوالو په لرلو سره، ترکیه او اروپا د ۱۱ سلنه افغان کډوالو په لرلو سره د افغانانو دویم او دریم ځایونه دی.
 
د مهاجرت د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې ۴۰ سلنه افغان کډوال له کابل، هرات، فاریاب، ننګرهار او تخار ولایتونو او پاتې ۶۰ سلنه له نورو ولایتونو راغلي دي.
 
په افغانستان کې له وروستیو پرمختګونو (د جمهوري نظام له سقوط او د اسلامي امارت له تاسیس) وروسته د هېواد اقتصاد کمزوری شو، د نړیوالې ټولنې مرستې هم سختې کمې شوې او د فقر او مهاجرت کچه ​​لوړه شوه.


د مطلب کود: 271460

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/271460/په-تېرو-دوو-کلونو-کې-۷۰-سلنه-افغان-کډوال-ایران-ته-تللي-دي

آوا
  https://www.avapress.net