ځايي سرچينې وايي، چاودنه په هغه جومات کې شوې، چې د بدخشان د مرستيال والي د فاتحې مراسم روان وو.
بیړنې/ د بدخشان د مرستیال والي د فاتحې په مراسمو کې چاودنه شوې
18 جوزا 1402 ساعت 11:08
ځايي سرچينې وايي، چاودنه په هغه جومات کې شوې، چې د بدخشان د مرستيال والي د فاتحې مراسم روان وو.
آوا - مزار شریف: سیمه ییزې سرچینې وایی، چې د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد ښار کې چاودنه شوې ده.
دغه چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې د بدخشان د والي د مرستیال د فاتحې په مراسمو کې د فیض آباد په نبوي جومات کې دننه وشوه.
سرچينې زياته کړې، چې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده.
په دې مراسمو کې د اسلامي امارت یو شمیر لوړ پوړو چارواکو حضور درلود.
د دې پېښې جزیات به وروسته پر درکول شي.
د اسلامي امارت د بدخشان د والي مرستیال نثار احمد احمدي د سه شنبې په ورځ د «موټر بم» په برید کې ووژل شو.
د مطلب کود: 271415